جينيوا کې د اوکرايين او روسيې خبرې پای ته رسېدلی، خو وايي بيا هم سره ګوري - بي بي سي نړۍ دا وخت
Автор: BBC Pashto
Загружено: 2026-02-19
Просмотров: 11334
Описание:
د اوکرايين او روسيې ترمنځ دوهمې ورځې خبرې، له دوو ساعتونو وروسته پای ته رسېدلې دي. دا خبرې د امريکا په منځګړتوب کېږي. د روسیې مشر مرکچي ولاديمير مېډېنسکي دا خبرې سختې خو عملي بللې دي، او ويلي يې دي، ژر به يوه بله غونډه هم کېږي. د اوکرايين جګپوړي مرکچي رستم عمروف بيا ويلي، پرمختګ شوی، او يو شمېر مسئلې سپينې شوې دي. ولسمشر زېلېنسکي ويلي، دوی پر دې هوکړه کړې چې د سولې خبرې به روانې ساتي. د دغه تازه درېيم پړاو درې اړخيزو خبرو کې د پرمختګ هيلې ټيتې وې، داسې حال کې چې روسیه پرله پسې د دې غوښتنه کوي، چې دونباس سيمه دې دوی وسپارل شي. خو ولسمشر زېلېنسکي ويلي اوکرايين به له هېڅ داسې يمو تېر نه شي، چې لا د مسکو يرغلګرو ځواکونو ولکه کې نه دي. روسيه د اوکرايين پر نژدې شل سلنې مځکې ولکه لري، چې ختيځ کې يې د دونېڅک او لوهانسک سيمو ډېرې برخې هم په کې دي. ولسمشر زېلېنسکي دا هم ويلي، د ډونلډ ټرمپ له لوري پرله پسې دا غوښتنې چې اوکرايين دې جوړجاړي ته غاړه کېږدي، عادلانه نه دي، ځکه وايي په ورته ډول پر روسيې فشار نه راوړل کېږي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: