ايراني چارواکي وايي که امريکا ايران کې مداخله وکړي، سیمه کې به ګډوډي پېښه شي - بي بي سي
Автор: BBC Pashto
Загружено: 2026-01-02
Просмотров: 891
Описание:
د ايران جګپوړي امنيتي چارواکي امریکا ته د شونې مداخلې پر وړاندې خبرداری ورکړی، ويلي يې دي، که داسې وشي، د سيمې لروبر به ګډوډي پېښه کړي. علي لاريجاني چې د ايران لوړې امنيت شورا مشر دی، خپلو دغو خبرو کې د ډونلډ ټرمپ پر وړاندې غبرګون ښوده، چې ايران ته يې د سوله ييزو لاريونيانو د وژلو پر وړاندې ګوتڅنډنه کړې وه، او ويلی يې وو، امريکا به يې ژغورنې ته وردانګي. پر ټولنيزې رسنۍ يوې ليکنې کې ټرمپ ويلي، امريکا پوره چمتو او مخ پر وړاندې يون ته تیاره ده. د ده دا څرګندونې ايران کې له احتجاجونو وروسته راځي، چې د ناوړه اقتصادي حالت له امله پارېدلی دي، او جمعه يې شپږمه ورځ وه. ایراني چارواکي وايي د جنورۍ پر لومړۍ د ناراميو پېښو پر مهال لږترلږه ۷ کسان وژل شوي دي. د ايران جنوب ختيځ زاهدان کې د سنيانو جمعې امام مولوي عبد الحمید اسماعيل زهي، د جمعې خطبه کې ويلي، د ایرانيانو ژوند په ټپه ولاړ حالت ته رسېدلی، او خلک د سوله ييزو احتجاجونو حق لري، او پوليس يې بايد پر وړاندې تاوتريخجن چلن ونه کړي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: