د افغانستان-پاکستان ترمنځ لارو بندېدو د سمېټو کاروبارونه زيانمن کړي، څومره زيان اوښتی؟ بي بي سي نړۍ
Автор: BBC Pashto
Загружено: 2025-12-31
Просмотров: 2714
Описание:
خيبر پښتونخوا کې د سمټو کاروباريان وايي له هغه راهيسې چې پر ډېورېنډ کرښې د تلو راتلو لارې تړل شوې، دوی ته پراخ تاوانونه اوښتي دي. د ټول پاکستان سمټو صنعتکارانو ټولنې ويلي، دا تېر نومبر د پاکستان شمال کې له کارخونو افغانستان ته هېڅ سمېټ نه دي لېږدول شوي، او د پولو بندېدو دې سوداګرۍ ته لوی تاوان اړولی دی. ځینې سرچینې وايي، له اوکتوبر راهیسې چې لارې بندیدې شوې، د پاکستان سمټو تولید سل میلیونه ډالر زیان ګاللی دی. افغانستان په دوديز ډول د پاکستان سمټو پیرودونکی دی، او ۷ سلنه سمټ يې ترې ورصادرېږي. افغانستان اوس د خپلو سمټو اړتياوو پوره کولو لپاره د ايران په څېر نورو ګاونډيو هېوادونو ته مخه کړې ده. د ټول پاکستان سمټو صنعتکارانو ټولنې خبرداری ورکړی، که لارې همداسې تړلې پاتې شي، د پاکستان سمټو صنعت زیانونه ښايي لا پسې وغځېږي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: