د الکليم نيازي ښوونځي د درېيمه دورې د دولسم ټولګي د فراغت شانداره مراسم | 3 جنوري
Автор: Al Kaleem School
Загружено: 2026-01-19
Просмотров: 12
Описание:
د خوست ولايت مرکز په ډيري سيمه کې د الکليم نيازي خصوصي ښوونځي له لوري د يو لړ شاندارو مراسمو پر مهال د دولسم ټولګي ۹ تنه زده کوونکي په برياليتوب سره له ښوونځي څخه فارغ شول.
ياد مراسم د ۳م جنورۍ په نېټه ترسره شول، چې پکې د خوست ولايت د علماﺀ شورا مرستيال شيخالقرآن والحديث عبدالرحمن حقاني، د بېلابېلو ښوونځيو مديران، قومي مشران، سلګونه والدين او د سيمې عام خلک ګډونوال وو.
په مراسمو کې ويناوالو د علم، اخلاقو او اسلامي روزنې پر ارزښتونو خبرې وکړې او پر دې يې ټينګار وکړ چې ځوان نسل بايد د اسلامي او عصري زده کړو په رڼا کې وروزل شي.
الکليم نيازي خصوصي ښوونځی د عصري زده کړو تر څنګ د اسلامي درسي نصاب پياوړې پاملرنه لري او هڅه کوي، ټولنې ته بااخلاقه، ژمن او مسلکي ځوانان وروزي..
#الکليم_نيازي_خصوصي_ښوونځی
#فراغت_مراسم
#خوست
#ډنډپټان
#تعلیم
#دولسم_ټولګی
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: