Gadey Wadey 01 | Abdul Ghani Khan | Sardar Ali Takkar | ګډې وډې - ۱| عبدالغني خان | سردارعلي ټکر
Автор: Meena Jibran
Загружено: 2020-02-07
Просмотров: 150725
Описание:
شاعر: عبدالغني خان
سندرغاړی: سردار علي ټکر
ــــــ
ځواني چې چا کې ډېره شي يا غل شي يا ولي شي
چې زور په چا کې ډېر شي يا يزيد شي يا علي شي
ځواني چې چا کې ډېره شي يا غل شي يا ولي شي
چې مينه چا کې ډېره شي نبي يا لېونی شي
چې علم چا کې ډېر شي يا شيطان شي يا فقير شي
چې وس د وسه ووځي يا نصيب شي يا تقدير شي
چې وخت د توله ووځي يا قيامت شي يا وصال شي
چې صبر چا کې ډېر شي يا ملنګ شي يا باچا شي
چې کبر چا کې ډېر شي يا فرعون يا دنکاچا شي
په چا چې کينه ډېره شي يا تخت شي يا تخته شي
په چا چې نفل ډېر شي يا ټټو يا پرښته شي
د چا چې بخت راويښ شي يا مجنون شي يا ليلا شي
په چا چې تهذيب ډېر شي ملولی يا ملولا شي
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: