ایا طالبانو ته د ښځو روغتیا هم مهمه نه ده؟
Автор: DW Pashto پښتو
Загружено: 2024-12-10
Просмотров: 151
Описание:
په سیمه کې مو میندوارې ښځې تر کومې کچې روغتایي خدماتو ته لاسرسی لري؟
ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې په هرو دوه ساعتونو کې یوه مور د ماشوم د زیږون پر مهال مري.
په ټوله کې شمیرې ښیې چې په هرو ۱۰۰ زره میندو کې ۶۳۷ يې د ماشوم د زیږون پر مهال ژوند له لاسه ورکوي.
یو شمیر روغتیایي بنسټونه وایي دغه شمیرې د طالبانو له بیا راتګ وروسته لا لوړې شوي دي.
طالبانو دا څو ورځې وړاندې د خپلو محدودیتونو په لړ کې ښځې او نجونې طبي زده کړو انستيتويتونو ته له ورتګ څخه منع کړې.
د طالبانو دغه نوي محدویت په هيواد او بهر کې خورا زيات غبرګونونه راوپارول.
اوس اندیښنې دا دي چې پر طبی برخو بندیزونه به د ډیرو نورو برخو ترڅنګ د مور ماشوم وضیعت کړکیچن کړي.
افغانستان اوس څومره د روغتیایي برخې د فعالانو له کمښت سره مخ دی؟
د طبي زده کړو انستيتويتونو بندیدل پر روغتیايي برخې څورمه ناوړه اغیزه کولی شي؟
دا اونۍ له خپلو مېلمنو د نسایي ولادي برخې متخصصې ډاکټرې محبوبې او د لندن په پوهنتون کې استاد او د روغتیا وزرات پخواني کارکوونکي نوروز حقمل سره پر همدې موضوع بحث کوو.
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: