USTAD KHYAL MOHAMMAD | استاد خيال محمد | ستا د دوو ورځو سپرلی و
Автор: Noble Afghans
Загружено: 2017-04-01
Просмотров: 174839
Описание:
#KhyalMuhammad #Pashto #NobleAfghans
CREDITS
Singer: Khyal Muhammad (خیال محمد)
Lyrics: Muhammad Azam Azam (محمد اعظم اعظم)
LYRICS:
ستا د دوه ورځو سپرلی و
ستا د دوه ورځو گلونه
خو زما په زړه دې کیښوول
د همیش همیش زخمونه
د ژوندون په هره لاره
لکه سوړ اسویلی تیر شوم
په قدم قدم تاوده وو
ستا د حسن محفلونه
خو زما په زړه دې کیښوول
د همیش همیش زخمونه
د وختونو د ځولۍ نه
هرچا خپله برخه یووړه
تا د حسن سحرونه
ما د هجر ماښامونه
خو زما په زړه دې کیښوول
د همیش همیش زخمونه
د زړگي په ویرانه کې
د چا یاد داسې تازه شي
لکه وسپړي اعظمه
د اغزو څوکي گلونه
خو زما په زړه دې کیښوول
د همیش همیش زخمونه
(ارواښاد ډاکټر محمد اعظم اعظم )
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: