Javed Afridi Peshawar Zalmi Chairman
Автор: Nizar yousafzai official
Загружено: 2019-03-03
Просмотров: 39985
Описание:
جاوید افریدي سره یو ماښام
د تکړه ځوان بزنس مین سلمان وصال لخوا پۀ لال قلعه ریسټورنټ کښې د پیښور ځلمي لوبډلې رئیس جاوید افریدي صیب پۀ درناوي کښې یو خوندو ماښام راجوړ کړی ؤو چې پکښې ګڼ شمیر پښتنو ګډون کړی ؤو. ښاغلي جاوید افریدي صیب پخپلو خبرو کښې ؤوئیل چې ما کرکټ د یو مشن پۀ توګه خپل کړی دی او پۀ شا ئې مقصد دا دی چې نړۍ ته د پښتنو روښانه څهره وړاندې کړم. او نړۍ دا ؤګوري چې پښتانۀ څومره پر امنه څومره مهذب او څومره د مثبت سوچ لرونکي خلق دی. پۀ راروان وخت کښې به نړۍ ته ښکاره شي چې پښتانۀ د جنګ او شر نه کرکه کوي، پښتانۀ پۀ امن مئین دي، پۀ لوبو مئین دي، پۀ سندرو مئین دي. زما کرکټ سره د پیوستون پۀ شا هم دغه مقصد دی چې د پښتنو دا روښانه څهره دنیا ته ؤښایم. پۀ اخیره کښې ئې دا ګیله راته هم ؤکړه چې نظار لالا ستاسو نه خفه یم تاسو میچونو له نۀ وئ راغلي. زما نه د ناؤزګارتیا له کبله دغه میچونه پاتې شوې وو خو بیا هم ډیر پۀ خندا خوشحالۍ مو دغه خوندور ماښام تیر کړو.
په اخیره کښې جاوید افریدي صیب ته ښاغلي خلیل بونیري صیب پکول او څادر ډالۍ کړل او د لال قلعې ریسټورنټ مالک کامران خان صیب او سلمان وصال صیب ورته هم پۀ پښتنه مینه تحفې ډالۍ کړې او د مینې پیرزوئنې ئې پرې ؤکړې، نورو ملګرو ورته هم خپلې خپلې تحفې ډالۍ کړې. خدای دې ؤکړي چې جاوید افریدي صیب د کوم مقصد لپاره د پیښور ځلمي لوبډله جوړه کړې ده هغه مقصد ئې پوره شي او نړئ پښتانۀ د امن پسند قوم پۀ توګه ؤپیژني
: نظار یوسفزئ
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: