ycliper

Популярное

Музыка Кино и Анимация Автомобили Животные Спорт Путешествия Игры Юмор

Интересные видео

2025 Сериалы Трейлеры Новости Как сделать Видеоуроки Diy своими руками

Топ запросов

смотреть а4 schoolboy runaway турецкий сериал смотреть мультфильмы эдисон
Скачать

شمالي ولایتونو ته د لوړپوړي پلاوي سفر؛ د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د کیندنې چارې بشپړېدو ته نږدې شوې

Автор: شرکت انکشاف ملی د ملي پراختیا شرکت

Загружено: 2025-10-30

Просмотров: 30933

Описание: ۷ لړم ۱۴۰۴ :د قوش تېپې ستر او ملي کانال له چارو څخه د لیدنې او ارزونې په موخه، د امارتي شرکتونو لوی رئیس ښاغلی مولوي احمد جان "بلال" او د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلی عبدالرحمن "عطاش" د یو تخنيکي پلاوي په ملتيا، شمالي ولایتونو ته سفر وکړ.
ښاغلي عبدالرحمن عطاش د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال د سربند، دویم فاز او نورو مهمو برخو څخه د لیدنې پر مهال روانې چارې له نږدې وڅارلې، د چارو له پرمختګ څخه یې خوښي څرګنده کړه او د چارو د لا غوره پلې کېدو په اړه یې مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.
ښاغلي عطاش ټینګار وکړ تر څو ټولې چارې د ورکړل شوي پلان مطابق، لوړ تخنیکي معیار په پام کې نیولو او په ټاکلي وخت پر مخ یووړل شي او د پروژې هر پړاو پخپل وخت بشپړ شي.
دغه راز د امارتي شرکتونو لوی رئيس مولوي احمدجان "بلال" هم د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال د روانو چارو څخه د لیدنې پر مهال څرګنده کړه، چې د دې سترې او ملي پروژې د پلي کېدو موخه د هېواد د اوبو مدیریت، د کرنیزو تولیداتو لوړول او د خلکو د اقتصادي وضعیت غوره والی دی.
نوموړي د کار د پرمختګ په اړه خوښي وښوده، د چارو د کیفیت ستاینه یې وکړه او زیاته یې کړه، چې دا پروژه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره تاریخي فرصت دی چې باید په ګډ مسؤلیت سره بشپړ شي.
د یادونې وړ ده، چې د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال پروژې چارې اوسمهال په خورا چټکۍ سره پر مخ ځي. د سربند ودانیزې چارې نږدې ۸۵ سلنه، د کانال د دویم فاز د کېندنې او ډکولو چارې شاوخوا ۹۵ سلنه بشپړې شوي او دغه راز د کانال په مسیر کې پر یو شمېر پلونو او د اوبو تنظیموونکو ساختمانونو هم کار روان دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د قوش‌تېپې ستر او ملي کانال پروژه د هېواد له لویو او بنسټیزو پراختیایي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د آمو سیند څخه سرچینه اخلي او په خپلو اوږدو کې د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو زرګونه هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبوي. دغه پروژه د کرنیزو تولیداتو د ډېروالي، د خلکو د اقتصادي وضعیت غوره والي، د اوبو مدیریت او هېواد د ځان بسیاینې لپاره یو بنسټیز بدلون بلل کېږي.

Не удается загрузить Youtube-плеер. Проверьте блокировку Youtube в вашей сети.
Повторяем попытку...
شمالي ولایتونو ته د لوړپوړي پلاوي سفر؛ د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د کیندنې چارې بشپړېدو ته نږدې شوې

Поделиться в:

Доступные форматы для скачивания:

Скачать видео

  • Информация по загрузке:

Скачать аудио

Похожие видео

© 2025 ycliper. Все права защищены.



  • Контакты
  • О нас
  • Политика конфиденциальности



Контакты для правообладателей: [email protected]