افغانستان کې پر ښځينه طبي زده کړو د طالبانو بنديز په کلکه غندل شوی - بی بي سي نړۍ دا وخت
Автор: BBC Pashto
Загружено: 2024-12-04
Просмотров: 20262
Описание:
افغانستان کې د طالبانو روغتيا وزارت يوې سرچينې بي بي سي ته منلې، چې د روغتياپالنې ښځينه روزنيزو مرکزونو فعاليت د طالبانو د مشر له لوري ځنډول شوی، خو اوس یې يوازې وروستيو ازموينو لپاره اجازه ورکړل شوې ده. طالبانو لا تر اوسه په رسمي ډول ښځينه رزنيزو مرکزونو کې ازموينو د اجازې ورکړې په اړه څه نه دي ويلي. د طالبانو روغتيا وزارت سرچينې ويلي، ډېر طالب چارواکي د روغتیاپالنې پر ښځينه روزنيزو مرکزونو له بنديز سره همغږی نه دي، خو دا چې مشر یې امر کړی، بايد عملي يې کړي. د طالبانو دا بنديز په کلکه غندل شوی دی. اروپايۍ ټولنې دا بنديز د بشري حقونو له بنسټونو يوه بله بوږږنوونکې سرغړونه بللې ده. د بښنې نړيوالې ټولنې هم، دا طالب ګام د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسيت له مخې د منظم بريد يوه برخه بللې ده. پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم دا بنديز د خواشينۍ وړ بللی دی.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:07 د سر خبر
0:25 روغتياپالنه کې د ښځو پر زده کړو طالب بنديز
1:10 د طالب بنديز پر وړاندې غبرګونونه
1:49 د طالب بنديز وروستۍ پرمختياوې
4:44 طالب بنديزاو اغېزې يې
7:45 د ناکامورا پنځم تلين
10:33 جنوبي کوریا کې د سياسي کړکېچ پرمختياوې
13:01 سوريه کې د جګړې حالت
13:39 د ملګرو ملتونو له خوا د مرستندويه پانګې غونډولو غږ
14:19 غزه کې د جګړې له امله د ناوريني حال په اړه اندېښنې
17:22 ټکنالوژي، اوونيزه خپرونه
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: