د ملي امنیت شورا غونډه
Автор: ARG - ارگ
Загружено: 2013-04-07
Просмотров: 44324
Описание:
د حامد کرزي په مشرۍ د امنیت شورا، غونډه وکړه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه، نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
په غونډه کې د هېواد پر امنیتي حالت باندې پر بحث سربیره، د کندز ولایت پر امنیتي حالت او د بګرام زندان په باب خبرې وشوې او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
د هېواد جمهوررئیس د ملي امنیت شورا په غونډه کې د ملي امنیت د لوی رئیس اسدالله خالد حضور او په کار د بیا پیل کولو له امله هغه ته هرکلی و وایه او د لوی خدای له درباره یې ورته په اړونده دنده کې د لا ډیر توفیق هیله وکړه.
بیا، د ملي امنیت لوی رئیس اسدالله خالد د جمهوررئیس له پاملرنې او زړه سوي او د افغانستان د خلکو د خواخوږۍ له امله چې د درملنې په ورځو کې یې ده ته څرګنده کړه، مننه وکړه.
اسدالله خالد، له جمهوررئیس او د ملي امنیت له شورا سره ژمنه وکړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د آرمانونو د تحقق په لاره کې به له هیڅ ډول سرښندنې او قربانۍ څخه ډډه ونه کړي او د هېواد د جمهوررئیس په مشرۍ به په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
ورپسې د لېږد بهیر د تنظیم د کمیسیون رئیس ډاکتر اشرف غني احمدزي د افغانستان لوري ته د بګرام زندان د بشپړ لېږد په اړه، د ملي امنیت شورا ته رپوټ وړاندې کړ، وې ویل چې اوس هیڅ یو عادي او خطرناک زنداني د امریکا د متحده ایالاتو له ځواکونو سره نشته او د بګرام زندان بشپړ کنټرول د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د حاکمیت په ولکه کې دی.
بیا، د کندز والي محمد انور جګدلک د دغه ولایت د امنیتي حالت په باب د ملي امنیت شورا غونډې ته رپوټ وړاندې کړ.
د ملي امنیت شورا د کندز د والي د رپوټ له آوریدو وروسته، په دغه ولایت کې د امنیتي حالت د لا ښه والي او د ښې حکومتوالۍ په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
د غونډې په پای کې د امریکا په متحده ایالاتوکې د افغانستان سفیر اکلیل حکیمي د امریکا د متحده ایالاتو له لوري سره د امنیتي همکاریو د سند په اړه د مذاکرو او په دې باب د شویو پرمختګونو د نتیجو په اړه د ملي امنیت شورا غونډې ته رپوټ وړاندې کړ.
------------------------------------------------
Office of the Spokesperson & Directorate of Communications
Presidential Palace -- ARG
Kabul, Afghanistan
Website: www.president.gov.af
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: