په یو وخت کې د څو خوراکي رژیمونو تعقیبول: کارپوهان د روغتیايي زیانونو خبرداری ورکوي | SBS Pashto...
Автор: SBS Audio
Загружено: 2026-01-09
Просмотров: 24
Описание:
په اسټرالیا کې د خوړو د بېلابېلو رژیمونو او د ټولنیزو رسنیو د مشورو ډېرېدو له امله، زیات خلک په یو وخت کې څو رژیمونه سره ګډوي؛ دې چاري ته (diet stacking) ویل کېږي. اسټرالیايي غذایي او طبي متخصصین وایي، بې له مسلکي څارنې د څو رژیمونو تعقیبول د خوړو د بېنظمۍ خطر زیاتوي او کېدای شي د زړه ناروغۍ، د دویم ډول شکر، د ځینو سرطانونو او رواني ستونزو احتمال هم لوړ کړي. کارپوهان همداراز خبرداری ورکوي چې خلک کله ناکله د طبي سکرینینګ پر ځای په رژیم تکیه کوي، یا برعکس، له غیر ضروري ازموینو سره مخ کېږي. متخصصین سپارښتنه کوي چې د خوراک او هاضمې د ستونزو په اړه دې د معدې او کولمو ډاکټر یا خوراکي متخصص سره مشوره وشي. نور مالومات په راپور کې واورۍ.
Find more at the SBS Pashto website: https://www.sbs.com.au/language/pasht...
#sbspashto #sbsaudiopodcast #pashto
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: