امريکا او ايران پر تړون هوکړه کړې، چې جګړه پای ته ورسوي او هورمز تنګی پرانيزي - بي بي سي نړۍ دا وخت
Автор: BBC Pashto
Загружено: 2026-06-15
Просмотров: 13024
Описание:
امريکا او ايران د يوه تړون پر چوکاټ سره هوکړه کړې، چې له مخې يې له فبرورۍ له پای راهيسې روانه جګړه پای ته ورسوي.. د شپږو ورځو، خبرو پړاو به ورپسې وي، چې تمه ده، د ايران پر اتومي پروګرام او هم به پر تهران لګېدلو بنديزونو پای ته رسولو په اړه بحثونه کېږي. پو ټولنيزو رسنيو يوه ليکنه کې د امريکا ولسمشر لیکلي، تړون بشپړ شوی او دا چې هورمز تنګی به پرانيستل کېږي، او ليکلي يې دي، پرېږدئ، د تېلو لېږد بهير روان وي. د امريکا او ايران ترمنځ د پوهاوي دا يادښتپاڼه تمه ده د جمعې پر ورځ سويزرلنډ کې لاسليک شي. پاکستان چې يو منځکړی دی، ويلي يې دي، د لبنان په ګډون به ټولو اړخونو کې پوځي عمليات پای ته رسېږي. ایران به هم بېړيو ته اجازه ورکوي، چې له هورمز تنګي تېرې شي، پر ایرانيو بندرونو د امريکا له خوا لګېدلې کلابندي به هم پای ته رسېږي. خو اسرائیل او حزب الله داسې نه ښکاري چې د دغه تړون برخه دي. د اسرائیلو دفاع وزير ازرائیل کاتز ويلي ځواکونه به يې لبنان کې د وخت له محدوديته پرته امنيتي ځايونو کې پاتې کېږي. دا خپرونه امان الله عطا وړاندې کوي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:07 د سر خبر
0:27 امريکا او ايران پر يوه تړون هوکړه کړې
1:25 اسرائيل او حزب الله د تړون برخه نه دي
2:52 پر تړون هوکړې ته غبرګونونه
4:06 افغانستان کې د ايران او امريکا ترمنځ هوکړې ته غبرګونونه
6:26 د ايران او امريکا ترمنځ هوکړې په اړه شننه
12:22 کورمه کې بريد
12:50 پر اوکرايين د روسيې بريدونه
14:27 اروپايۍ ټولنې کې د اوکرايين او مولډووا ورګډېدو خبرې
15:18 بريتانيا کې له ۱۶ کلنۍ ښکته کسانو لپاره پر ټولنيزو رسنيو بنديز
15:53 کونګو کې د ايبولا خپرېدا
16:22 د ډونلډ ټرمپ ۸۰ مه کليزه
17:17 لوبې، اوونيزه خپرونه
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: