روژه کې د افغانانو ستنولو بهير، افغانستان کې چارواکي وايي زرګونه کډوال ورستانه کړی شوي - بي بي سي
Автор: BBC Pashto
Загружено: 2026-02-25
Просмотров: 3571
Описание:
داسې حال کې چې افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ اړيکي لا پرله پسې ترينګلي دي، ننګرهار کې چارواکي وايي د روژې لومړۍ اوونۍ کې له پاکستانه ۲۲ زره افغان کډوال افغان اړخ ته ستانه کړی شوي دي. د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار، ويلي پرله پسې ګوري چې لوی شمېر افغانان له ګاونډيو هېوادونو ستنېږي يا خورا سختو حالتونو کې ستنېدو ته اړ ايستل کېږي. د کډوالۍ نړیوالې ادارې آی او اېم، هم اندېښنه ښوولې چې روژې کې ستانه شوي کډوال خوړو ته لاسرسي کې ستونزو سره مخامخ دي. د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار، خپل وروستي رپوټ کې ویلي د سږني کال دغو دوو لومړيو مياشتو کې تر دې مهاله ۱۵۰ زره افغانان له ايران او پاکستانه ستانه شوي دي. دغې ادارې ويلي، تېر ۲۰۲۵ کال کې له وړاندې ۲،۹ ميليون کډوال په بې مخينې ډول افغانستان ته ستانه کړی شوي، چې د ۲۰۲۳ کال له اوکتوبرو د ټولو ستنو شوو شمېر وايي ۵،۴ ميليونو ته رسېږي. دا خپرونه امان الله عطا وړاندې کوي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: