ډیجیټلي طبي لابراتوارونه
Автор: Spinghar institute of higher education
Загружено: 2026-02-01
Просмотров: 62
Описание:
سپين غر پوهنتون (ننګرهار) پېژندنه
سپين غر پوهنتون (ننګرهار) په ۱۳۸۸ هـ ش کال کې ايجاد او د لوړو زده کړو وزارت سره په ۱۹مه ګڼه ثبت او د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې يې په فعاليت پيل وکړ.
سپين غر پوهنتون (ننګرهار) په پیل کې يو پوهنځی (معالجوي طب) درلود، چې د کال په تېرېدو سره د لوړو زده کړو وزارت د مثبتې ارزونې په پايله کې ورته د دوه نورو (ستوماتولوژي اوطبي تکنالوژي) پوهنځيو د فعاليت اجازه هم ورکړل شوه.
دا تحصیلي بنسټ د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکوونې رياست له خوا ترسره شوې بهرنۍ مسلکي ارزونه کې د اعتبار اخیستنې په دويم پړاو کې بريالی شوی، چې د محصلینو معیاري زده کړو او روزنې په موخه کادري استادان، معياري درسي نصاب، مناسب درسي چاپېريال، مجهز لابراتوارونه، عصري ۲۴ ساعته تدریسي او معالجوي روغتون، په عصري ټکنالوژۍ سمبال تحقیقاتي مرکز او نور ټول اړين او کومکي درسي او کاري اسانتياوې لري.
سپين غر پوهنتون پرمختللی ډیټابیس یا ERP آنلاین سیستم لري، چې په مرسته یې ټولې تدریسي او اداري چارې په ښه توګه سبمالېږي او همدا راز محصلین کولای شي، چې د همدې سیستم پرمټ خپل ټول تحصیلي معلومات د نړۍ په هر ګوټ کې په آنلاین ډول وڅاري.
سپين غر پوهنتون ټولې اداري او تدريسي چارې د با تجربه او مسلکي متعهد کاري ټيم له لوري پرمخ وړل کېږي او له يو شمېر نړېوالو سازمانونو او ټولنو سره غړيتوب هم لري، چې د FMRAC, WHO او ECFMG نومونه د يادونې وړ دي.
سپين غر پوهنتون اوس مهال د پاکستان طبي شورا (PMDC) سره ثبت او همدا راز د ایران مشهد طبي پوهنتون سره د ګډو همکاریو تړون لري. د (Times Higher Education World University Ranking) په لېست کې د ټول هېواد په کچه يو له هغو درې خصوصي تحصيلي ادارو څخه ده، چې د دوامداره پايښت اهدافو پر بنسټ په ياده درجه بندۍ کې د نړۍ له زرو پوهنتونونو له جملې څخه دي.
لرلید او ماموریت:
لرلید: سپین غر پوهنتون د یوه عالي او لوړ کیفیت لرونکي سیستم غوښتونکی دی، چې د افغانستان د
پرمختګ ضامن، ملي ارزښتونو ته ژمن، په علمي او پرمختللې پوهې سنبال، د تدریس، تحقیق او خدمتونو د وړاندې کولو له لارې په ملي کچه د اکاډمیک اعتبار لرونکې وي.
ماموریت: سپین غر پوهنتون اوس مهال د تدریس، تحقیق او هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د متخصصو کادرونو په روزنې بوخت دی.
ویب پاڼه: http://www.spingharuniversity.edu.af
فیسبوک پانه: / spinghar.university
ایمیل ادرس: [email protected]
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: