چين د کابل له چاودنې وروسته له طالب چارواکو غوښتي د دوی وګړي دې وساتي، ولې دا بريدونه کېږي؟ بي بي سي
Автор: BBC Pashto
Загружено: 2026-01-20
Просмотров: 1857
Описание:
چين افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي، دغه هېواد کې دې د دوی د وګړو ساتنه کې هېڅ هڅه نه سپموي. دا غوښتنه وروسته له هغه شوې، چې پرون د جنورۍ پر ۱۹ مه د کابل شارنو کې يوه چاودنه کې اووه کسان وژل شوي چې يو کس په کې يو چينايی وګړی و. د طالبانو حکومت کې د کابل پوليسو وياند خالد ځدراڼ پر اېکس لیکلي، چاودنه د يوه رستورانت له پخلنځي سره نژدې شوې، چې بڼه یې لا نه ده روښانه شوې. ده ويلي د چاينيز نوډل په نامه دا رستورانت په ګډه د يوه مسلمان چينايي او د هغه د ښځې او يوه افغان وګړي له لوري چلېده، او کابل کې يې چیناييو مسلمانانو ته خواړه برابرول. د داعش خراسان څانګې ويلي دا چاودنه د دوی کار او يو ځانمرګی بريد و. دې چاودنې کې پنځه چینايان ژوبل شوي، او چين له طالب چارواکو غوښتي د دوی د وګړو او پانګونو خونديتابه ډاډمنولو لپاره دې فعال ګامونه واخلي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: