پر تهران د امريکا او اسرائيلو بمبارۍ، ايران د جګړې پای په اړه د ټرمپ خبره رد کړې-بي بي سي نړۍ دا وخت
Автор: BBC Pashto
Загружено: 2026-03-10
Просмотров: 14466
Описание:
امریکا او اسرائیلو د جګړې پر ۱۱ مه ورځ هم پر ايران بمبارۍ روانې ساتلې، داسې حال کې چې لا روښانه نه ده، موخې يې څه وې. بېګا شپه د تهران لروبر ځواکمنې چاودنې اورېدل شوې دي. د ښار استوګنو سره چې بي بي سي تماس نیولی، بېګا يې تر دې مهاله تر ټولو بده شپه بللې ده. برېښنا ترې پرې شوې، چې څو ساعته يې وايي بشپړې تیارې کې پرې ايښي وو.. پر نورو ښارونو هم د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي. د ايران بهرنيو چارو وزير وايي د امريکا سوچ کې د لوبې ریښتی پای نه شته. ايران هم خليج کې د خپلو ګاونډيانو او اسرائيلو پر وړاندې د توغنديو او ډرونونو تازه څپه پيل کړې ده. بحرين ويلي پلازمېنه منامه کې پر يوې استوګنیزې سيمې د ایران يوه بريد کې يوه ۲۹ کلنه ښځه وژل شوې، او اته تنه نور ژوبل شوي دي. د ايران سپاه پاسداران، د ولسمشر ټرمپ دا خبره رد کړې، چې پر وړاندې يې دې د امريکا او اسرائيلو جګړه نژدې بشپړه شوې وي، ويلي يې دي، دا پرېکړه به امريکايان نه، دوی کوي، چې جګړه کله پای ته رسوي. دا خپرونه امان الله عطا وړاندې کوي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:08 د سر خبر
0:25 پر تهران د امريکا او اسرائيلو بمبارۍ
1:08 پر اسرائيلو او خليج د ايران بريدونه
1:26 جګړه پر کوم لور روانه ده؟
5:30 د ايران جګړې سټراټيژي څه ده؟
6:39 د ايران پر وړاندې جګړې پراخه سيمه ناکراره کړې
7:58 د تېلو بيې
9:40 د اسيا بازارونو کې حالت
10:35 د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا غونډه
13:18 د طالبانو پر وړاندې امريکا دريځ
14:11 د ايران پر وړاندې جګړې له امله پاکستان کې اغېزې
15:41 اقتصاد، اوونيزه خپرونه
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: