پاکستان لا د افغان کډوالو ايستلو لړۍ روانه ساتلې، ګڼ پنډغالي یې تړلي، څه شوي؟ بي بي سي نړۍ دا وخت
Автор: BBC Pashto
Загружено: 2025-10-03
Просмотров: 26946
Описание:
پاکستان خيبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب کې د افغان کډوالو ۱۶ پنډغالي تړلي دي. پاکستان د څه د پاسه ۱،۳ ميليون هغو افغان کډوالو ستنولو هڅې پيل کړې، چې د نومليکنې ثبوت تاريخي تېري کارټونه لري. د افغان کډوالو پي او ار، يا د نومليکنې ثبوت کارټونو وړتيا نېټه د جون دېرشمې سره پای ته ورسېده. دغه کارټونه د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار ورکړي دي. پاکستان بيا د جولای ۳۱ مې سره د دې پخلی وکړ، چې افغان کډوال د ناقانونه بهرنيانو ستنولو پلان له مخې بېرته خپل ټاټوبي ته استول کېږي. د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې يو ان اېچ سي ار په وار وار اندېښنه ښوولې، وايي سږنی کال له ګاونډيو هېوادونو په لوی شمېر د افغانانو ستنولو، دغه بېوزلۍ ځپلي هېواد کې پر بنسټيزو خدمتونو، استوګنې او د ژوند چارو لوی فشار راوړی، او افغانستان کې یې له وړاندې ستونزمن بشري کړکېچ لا پسې ناوړه کړی دی.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:07 د سر خبر
0:22 پاکستان کې د افغان کډوالو پنډغالو تړنه
3:41 پښتونخوا کې افغان کډوال څه وايي؟
5:22 بلوچستان کې افغان کډوال څه وايي؟
8:04 د حقونو ټولنو او فعالانو پر پاکستان نيوکې کړې
9:08 د غزې مرستندويه کښتيو برخليک
11:24 بريتانيا کې پر يوه يهودي معبد بريد
12:18 له هنده بنګله دېش ته د بې سنده خلکو لېږل
17:42 له بندېدو وروسته د ميونيخ هوايي ډګر پرانيسته
18:07 هنري شېبې، اوونيزه خپرونه
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: