منډه که بيا راشه - Manda Ka Bya Rasha
Автор: Little Paradise کمکی جنت
Загружено: 2026-02-14
Просмотров: 3626
Описание:
شاعر: فضل ربي رستم
وخندېږه وخندېږه هله په خندا شه
منډه که بیا راشه
ژوند لکه د باغ د ګلابونو غوټۍ وا شه
منډه که بیا راشه
څه وینې ته څه وینې ښایستوکې نجلۍ څه دي؟
ووایه! ته ووایه! چې څه دې هم په زړه دي؟
لاس کې دې نانځکې دي، نانځکو ته ګویا شه
منډه که بیا راشه
وشینده! کوټه کې دې د خپل کتاب لفظونه
فکر دې کړه ویړ چې هک حیران شي اسمانونه
جوړې دې سندرې کړه، مستۍ نه په هوا شه
منډه که بیا راشه
هله چې ابا دې کار نه ستړی کور ته راغی
تاته یې لاس بند لکه راوړی کور ته راغی
هله دروازه! کې د ابا په مخ مسکا شه
منډه که بیا راشه
#AfghanKids,#PashtoKids,#PashtoSong,#PashtoLearning,#AfghanCultureForKids,#MotherTongueLearning,#KidsPashtoRhymes,#KidsRhymes,#NurserySongs,#LearningThroughSongs,#EducationalSongs #afghanistan #afghangirls #children #childrensmusic
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: