موږ يو پر طرف د وطن |
Автор: Zar Chinar
Загружено: 2026-01-11
Просмотров: 2923
Описание:
ږغونه :- عطاء الله زر او احمد خان جلاتزی
شاعر :- ډاکتر احسان الله درمل
باران د غشو اوري نه ړنګوو صف، د وطن
خلک به هر طرف وي موږ یو پر طرف د وطن
پر پردو دښتو مه ورېږئ بې جوهره څاڅکو
په مرغلرو به مو واړوي صدف د وطن
پام چي د میندو له ټیکریو دا جنډه ده جوړه
چي درڅه ونه لوېږي داغ به سي شرف د وطن
موږ یې دی مخ ته درولی د سرونو دېوال
د هیچا غشی نه لګېږي پر هدف د وطن
چي بادوي زهر، چي توی یې غواړي اوښکي ویني
هوا اوبه دي پر هغوی نسي مصرف د وطن
#zarchinar #زرچنار #kandahar
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: