د پاکستان پوځ وايي بلوچستان کې يې د تاوتريخوالي پېښو کې لسګونه اورپکي وژلي - بي بي سي
Автор: BBC Pashto
Загружено: 2026-02-02
Просмотров: 5464
Описание:
د پاکستان کورنيو چارو وزارت ويلي، د هېواد پوځ يې د دريو ورځو جګړې کې د بلوچستان ازادۍ پوځ ۱۷۷ جنګيالي وژلي دي. د پاکستان کورنيو چارو وزير محسن نقوي ويلي، ۲۲ نور اورپکي د بلوچستان بېلابېلو برخو کې بېګا شپه وژل شوي دي. وړمه ورځ د بلوچستان بېلابېلو سيمو کې همغږو بريدونو دغې صوبې کې ژوند نژدې په ټپه درېدو ته رسولی و. د بلوچستان ازادۍ پوځ پر نژدې لسو موخو بريدونه وکړل، چې د دغې ډلې يو تر ټولو لوی پوځي فعاليت بلل شوی دی. دغو بريدونو کې د راپورونو له مخې ۱۷ امنیتي ځواکونه او ۳۱ ملکيان وژل شوي دي. د پاکستان حکومت او پوځ ويلي دغې ډلې سره د هند له لوري مرسته کېږي. د هند بهرنيو چارو وازرت دا ادعاوې رد کړې، او ويلي يې دي اسلام آباد بايد د دې پر ځای سيمه کې د خپلو خلکو غوښتنو غم وخوري. پاکستاني چارواکي وايي بريدګر د شنبې پر ورځ د ملکيانو په جامو کې روغتونونو، ښوونځيو، بانګونو او بازارونو ته ننوتلي وو، او په ډزو یې ورسره پيل وکړ. د بلوچستان ازادۍ پوځ بي اېل اې، بيا داوه کړې، د پاکستان ۸۴ امنيتي سرتېري يې وژلي او ۱۸ يې نيولي دي.
#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube: / @bbcpashto
Like us on Facebook: / bbcpashto
Follow us on Twitter: / bbcpashto
Instagram: / bbcpashto
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: