د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ له خوا د تېرې شپې برید حال
Автор: Pajhwok Afghan News
Загружено: 2026-02-21
Просмотров: 128180
Описание:
د دې ویډیو په اړه / در مورد این ویدیو
د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ له خوا د تېرې شپې برید حال
د پاکستان پوځ د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د ګردي کڅ په کلي کې د یوې کورنۍ ۱۶ تنه شهیدان شوي او یو تن ټپي دی.
د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان د بریدونو په تړاو وایي، د هېواد د حریم او د ولس د امنیت ساتنه خپل شرعي او ملي مسؤولیت ګڼي او د پاکستان پوځي رژیم ته په مناسب وخت کې د مناسب او حساب شوي ځواب خبرداری ورکوي.
اخوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي چې، "پاکستاني خاصې نظامي حلقې" یو ځل بیا په افغان خاوره تجاوز وکړ.
دی وايي: "پاکستاني جنرالان په خپل هېواد کې امنیتي کمزوري په همداسې جنایاتو جبرانوي."
#بهسود_ننګرهار #هوايي_برید #Nangarhar #Airstrike
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: