Pashto New Ai generated song lyrics by Saheb Shah Sabir||پښتو سندره په غږ دمصنوعي زهانت شعر دصابرصېب
Автор: Adabei-Khoalaآدبـــي-خـــوالـــه
Загружено: 2026-01-29
Просмотров: 4
Описание:
د ستورو قافلې چې د خيبر په زړه ديره شي
سپوږمۍ د تاترې او د ايلم سره جرګه شي
بولان سره زهره غيږه په غيږه خوله په خوله شي
په واورو د چترال کې پلوشې د نمر اوبه شي
په هره لار د حسن د احساس اورونه بل شي
په هر زړه کې دمينې غورځنګونه په غوبل شي
د هر ګودر په غاړه د درخو د بنګړو شرنګ شي
د هر کاڼي نه پورته د آدم د رباب تړنګ شي
د ژوند د احساس سترګو کې نظر د الائی شي
په هره ونه غنه کې غيرت د ملالۍ شي
د مينې د مابڼ ليوني مست شي په ګډا شي
د ژوند د اباسين زړه کې موجونه په خندا شي
په هر ښکلي تندي کې د خلوص د وفا خال وي
په هر ښکلي نظر کې د خندا د رڼا ټال وي
په غر په سمه يو شان ګلونه شي شينکي شي
داغونه د غانټول د زړه زخمونه شي موسکی شي
په زلفو کې څوک ښکلي د ريدي د ګلونه راوړي
مئين زړه ليونی شي د خندا نه په شا واوړي
سپرليه بيا راځه زما د مينې ايمان ګوره
راځه ځان خبرونه زما د زړه زما د زوره
که ځان مې درټلوګي نکړو که ټول درنه ځار نه شوم
مست نشوم نشه نشوم ستا په غيږ کې خمار نشوم
نو بيا مې په سر سترګو د اجل په کاڼو وله
ما څه چې زما سيوری زما پل په کاڼو وله
شعر . صاحب شاه صابر
غږ . د مصنوعی زهانت په مرسته
#foryoupagereels #pashtosong #foryoupagereels #ghanikhanbaba #reelschallenge
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: