کارني د تامبلر ریج د لیسې د ډزو پېښه «د ملت لپاره ستر ټکان» وباله
Автор: Wesal TV - تلویزیون وصال
Загружено: 2026-02-11
Просмотров: 63
Описание:
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني نن د کاناډا په پارلمان کې د برېټيش کولمبیا د تامبلر ریج (Tumbler Ridge) په یوه لیسه کې د مرګونې ډزو په اړه په وینا کې وویل، «څه چې پېښ شوي، زموږ ملت ته یې سخت ټکان ورکړی او ټول یې په غم کې ډوب کړي دي.»
په دې پېښه کې ۱۰ کسان چې پکې مظنون کس هم شامل دی، وژل شوي او لږ تر لږه ۲۵ نور ټپیان شوي دي. پولیس وایي، مظنون د ښوونځي دننه د ځانوژنې له امله په ټپي حالت کې موندل شوی و. دا پېښه د کاناډا په تاریخ کې د ښوونځیو له تر ټولو خونړیو ډزو څخه شمېرل شوې ده.
کارني زیاته کړه: «زموږ حکومتي چارواکي له سیمهییزو مسوولینو سره په اړیکه کې دي، څو ډاډ ترلاسه شي چې د دې زړه بوږنوونکې ضایعې وروسته د ټولنې خلکو ته هر هغه ملاتړ برابر شي چې موږ یې کولای شو.»
#کاناډا #مارک_کارني #پارلمان
#Canada #MarkCarney #BritishColumbia #SchoolShooting
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: