له یوه ساده ماشین څخه تر روښانه راتلونکې پورې؛د صبریه حجازي د بریا کیسه!
Автор: Radio Begum / رادیو بیگم
Загружено: 2026-02-17
Просмотров: 1
Описание:
په لوګر ولایت کې مېرمن صبریه حجازي د خیاطۍ په برخه کې د خپلې هڅې او فعالیت له لارې د ارادې، نوښت او زحمت ښکاره بېلګه ګڼل کېږي. هغې د یوه کوچني خیاطۍ کارګاه په جوړولو سره وکولای شول چې خپل هنر او مهارت نه یوازې د کورنۍ د عاید سرچینه وګرځوي، بلکې دا یې د شخصي ودې او پر ځان د باور د پیاوړتیا وسیله هم وګرځوله.
صبریه حجازي د ښځو او محلي جامو په ګنډلو سره هڅه کوي داسې طرحې وړاندې کړي چې هم د سیمې له کلتور او ذوق سره سمون ولري او هم د نن ورځې د بازار اړتیاوې پوره کړي. د ګنډلو کیفیت ته پاملرنه، د مناسب ټوکر ټاکنه او په ډیزاین کې د ظریفو جزیاتو مراعاتول د هغې د کار مهمې ځانګړتیاوې دي.
د پرمختګ په بهیر کې، د خیاطۍ د لومړنیو وسایلو برابرول، د الګو جوړولو او د ګنډلو د کیفیت ښه کولو په برخه کې تخنیکي مشورې، او له محلي بازارموندنې سره بلدتیا، هغې سره مرسته کړې چې خپل کارګاه پراخ کړي. دغو ملاتړونو لامل شوی چې محصولات یې په منظم او غوره کیفیت بازار ته وړاندې شي او زیات پېرودونکي جذب کړي.
نن ورځ د صبریه حجازي د هڅو پایلې په څرګند ډول لیدل کېږي؛ کار یې لا پیاوړی شوی او د کورنۍ د اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ یې څو نورو ښځو ته هم د زدهکړې او همکارۍ زمینه برابره کړې ده.
د صبریه حجازي کیسه ښيي چې د مهارت، هڅې او مناسبو فرصتونو په لرلو سره کولای شو له یوه ساده کورني هنر څخه یو پایدار کاروبار جوړ کړو او د کورنۍ او ټولنې په اقتصاد کې اغېزمن رول ولوبوو.
Повторяем попытку...
Доступные форматы для скачивания:
Скачать видео
-
Информация по загрузке: